ایکنانیوز راپور راکړی، د تهران د سیل اتلسم نړیوال نندارتون پرانیستونکي دستورې د سه شنبې په سهار د اسلامی ایران د ولمسشر ډاکټر مسعود پزشکیان، د کلتوری میراث، توریزم او د لاسي صنائعو د وزیر سید رضا صالحي امیري او د یوشمیر داخلی چارواکو، سفیرانو او بهرنیو میلمنو په شتون سره د تهران د نړیوالو نندارتونو په دایمی ځاي کې ترسره شو.
ډاکټر پزشکیان په دغو دستورو کې په ملی وفاق باندې په ټيګار سره د؛ أَفَلَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَتَکُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ یَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ یَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَٰکِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِی فِی الصُّدُورِ ؛ آیت ته په اشارې سره ووئيل؛ په دغه آیت کې په دې ټينګار شوی چې آیا په مځکې کې ګردش نه کوئ څو ویښ او بینا زړونه ولرئ چې له هغو سره فکر وکړئ یا غوږونه چې ورسره واورئ؟ حقیقت دا دی چې کتونکي ړانده او نابینا نه دي،بلکې هغه زړونه چې په سینو کې دي ، ړانده دي چې دتورتم کندې په څير عمل کوي او هر هغه نور او رڼا چې د هغوي وآخوا ته ورځي ،نغري ئې او هیڅ عکس العمل نه لري. کتنه او سفر کول،په انسانانو کې د همپالنې ، وحدت ،غوړیدا ،تجروبې اوودې سبب کیږي
د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ووئيل، کلتوری غونډې او نندارتونونه دهمدغې موخې پهخاطر ترسره کیږي، څو د انسانانو تجروبې او بریاوې نند دارې ته وړاندې شي او پخپلو کې سره تعامل ولرل شي او کلتورونه او مختلفو ارزښتونه یوه بل ته ورمعرفي شي.
هغه روښانه کړې ده، پرمځکې وګرځئ اوووینئ چې دهغو کسانو عاقبت چې حق ئې دروغ باله ، څرنګه دی، هغه کسان چې ویني او زده کوي، د هغوي فکري افقونه لاپراخیږي او له نړۍ له ښه درک ته رسیږي. د ټوریزم پر اقتصادي اړخونو سربیره، په ټولو زمینو کې د نورو ټولنو لیدل کتل ، دانسان له پرمختګ سره مرسته کولی شي.
د ملګروملتو شعار د نړیوال امنیت او سولې ټينګیدا ده او دا هدف، په جنګ، وژلو توپير او تیریو سره نه بلکې یوازې د متقابل احترام، دوستۍ ، سولې او ارتباط له لارې ترلاسه کیږي.
ډاکټر پزشکیان په دوام کې ټينګار وکړ، باید داسې زمینه اوپلیټ فارم برابرکړو،څو ټول ملتونه د یوه بل ترڅنګ ژوند وکړي،که نوروهیوادونو ته سفر وکړو، او د هغوي له کلتورونو او خلکو سره بلد شو، نو ناسم ذهنیّتونه او ناکاره وړاند وئنې هم له مینځه ځي.
د نندارتون دغه پړاؤ د سلواغې له۲۳ نیټې پيل شوی او تر شپږویشتمې نیټې پورې به دوام ولري، چې په دغه نندارتون کې دترکیې، قطر،ترکیې،ملایشیا،تایلینډ، روسیه،ازبکستان، تاجیکستان،انډونیشیا،ماډګاسکر او متحده عربی امارات پکې سټالونه لري.
https://iqna.ir/fa/news/4265465